د برېټانیا لومړي وزیر کیر سټارمر د استعفا له اعلان وروسته تمه کېږي چې دغه هېواد به په نږدې لسو کلونو کې خپل اووم لومړی وزیر ولري.
برېټانیا له ۲۰۱۶ کال راهیسې د سیاسي بدلونونو له چټک بهیر سره مخ ده او په دې موده کې یې شپږ لومړي وزیران بدل شوي دي.
دا لړۍ په ۲۰۱۶ کال کې د ډېوېډ کامرون له استعفا وروسته پیل شوه، نوموړي د بریګزیټ ټولپوښتنې له پایلو وروسته خپله دنده پرېښوده. له هغه وروسته ترېزا مې د ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې واکمنه وه، خو د بریګزیټ د کړکېچ له امله یې استعفا وکړه.
بوریس جانسن له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د برېټانیا لومړی وزیر و چې د سیاسي جنجالونو او رسواییو له امله له دندې ګوښه شو. ورپسې لېز ټراس واک ته ورسېده، خو یوازې ۴۹ ورځې په واک کې پاتې شوه او استعفا ته اړه شوه.
له هغې وروسته ریشي سوناک د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه، خو د عمومي ټاکنو له ماتې وروسته یې واک پرېښود.
کیر سټارمر په ۲۰۲۴ کال کې لومړی وزیر شو او اوس یې د استعفا اعلان کړی دی.
که د سټارمر پر ځای نوی مشر وټاکل شي، نو برېټانیا به د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ اووم لومړی وزیر ولري چې دا د دغه هېواد په معاصر سیاسي تاریخ کې د واک د چټکو بدلونونو له بېسارې دورې ګڼل کېږي.

