د ایران د سپاه پاسداران سیاسي مرستیال یدالله جواني ویلي چې مجتبی خامنهیي د ايران د شرطونو له ټاکلو وروسته له امریکا سره د عزت او ځواک له دریځه د خبرو اجازه ورکړې ده.
هغه د یوې غونډې پر مهال ویلي چې ځینو کسانو د خامنهیي وروستی پیغام ناسم تعبیر کړی او داسې یې ګڼلی چې هغه له امریکا سره د هر ډول خبرو مخالف دی، خو د ده په وینا دا برداشت سم نه دی، ځکه ایران مخکې هم په مذاکراتو کې ښکېل و.
نوموړي زیاته کړې چې امریکا خپلو موخو ته له نه رسېدو وروسته د اوربند او خبرو غوښتنه وکړه، خو ایران پرېکړه وکړه چې جګړه تر هغه دوام وکړي څو مقابل لوری د تهران د شرطونو له مخې خبرو ته چمتو شي.
جواني همداراز ویلي چې د ایران تګلاره دا ده چې هغه څه چې د ده په وینا په پوځي ډګر کې لاسته راغلي، په سیاسي او مذاکراتي ډګر کې هم د خپلو شرطونو او غوښتنو له مخې تعقیب کړي.

