د ایران تسنیم خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې ایراني پلاوي په سویس کې له امریکا سره روانې خبرې د اعتراض په توګه پرېښې دي.
د راپور له مخې، دا پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې شوې چې ایران ته د ګواښ په توګه تعبیر شوي دي.
راپورونه وایي چې ټرمپ مخکې خبرداری ورکړی و چې که ایران د لبنان حزبالله د ستونزو جوړولو له دوام څخه منع نه کړي، امریکا به پر ایران بریدونه وکړي.
نوموړي همداراز د ایران او حزبالله پر اړیکو نیوکه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې د سویس په بورګناشتوک سیمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم د عملي کېدو لپاره روانې وې او د لبنان وضعیت د مذاکراتو له مهمو موضوعاتو څخه بلل کېده.
تر اوسه د امریکا یا سویسي چارواکو له لوري د ایراني پلاوي د وتلو په اړه رسمي څرګندونې نه دي خپرې شوې.

