د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د پاکستان پوځ له مشر عاصم منیر سره تر هر بل چا ډېرې خبرې کړې دي.
وینس د یوې غونډې پر مهال په ټوکه وویل چې د ده په ژوند کې دوه ډېر مهم کسان شته؛ یو هندی او بل پاکستانی.
هغه زیاته کړه: «هندۍ زما مېرمن ده او پاکستانی مارشال عاصم منیر دی.»
د امریکا مرستیال ولسمشر وویل چې ښايي په وروستیو درېیو میاشتو کې یې له عاصم منیر سره تر هر بل کس ډېرې اړیکې او خبرې کړې وي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د امریکا او پاکستان ترمنځ د امنیتي او سیمهییزو مسایلو په اړه اړیکې او راکړې ورکړې زیاتې شوي دي.

