ایران ویلي، د مقابل لوري د ژمنو د عملي کېدو بهیر به په دقت او جديت سره وڅاري.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه بیان کې ویلي چې په سویس کې غونډه د جګړې د پای ته رسولو د تفاهملیک د عملي کېدو د څارنې په موخه ترسره شوې ده.
نوموړي ویلي، د دغه تفاهملیک له مخې، د وروستي تړون لپاره د خبرو اترو پیل د څو مادو له بشپړ عملي کېدو سره تړلی دی او په وینا یې، تر څو چې دغه شرطونه عملي نه شي، د وروستۍ هوکړې پړاو ته تګ امکان نه لري.
نوموړي زیاته کړې چې په نننیو خبرو کې تمرکز د یادو مادو پر پلي کېدو، په ځانګړي ډول د جګړې د پای ته رسولو پر بند او همداراز د ایران د تېلو د صادراتو او د کنګل شوو شتمنیو د ازادولو په مسایلو شوی دی.
ایران ټینګار کړی چې د خپلو حقونو د خوندي کولو او د ژمنو د عملي کېدو تر څنګ به د خبرو اترو بهیر په جدي ډول وڅاري.

