یکشنبه, جون 21, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:د پاکستان پر وړاندې د «ستراتیژیک زغم» پالیسي پای ته...

د طالبانو حکومت:د پاکستان پر وړاندې د «ستراتیژیک زغم» پالیسي پای ته رسېږي

د طالبانو د حکومت اړوندې رسنۍ «المرصاد» په یوه تحلیلي مقاله کې ویلي چې د پاکستان د پوځي واکمنۍ پر وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د «ستراتیژیک صبر» پالیسي د پای ته رسېدو په حال کې ده.

په مقاله کې ادعا شوې چې د افغانستان اوسنی حکومت د کورني امنیت په ټینګښت او د بهرنیو ګواښونو په مهارولو کې بریالی شوی او پاکستان یې د افغانستان د ناامنۍ په ملاتړ تورن کړی دی. لیکنه همداراز څرګندوي چې که له پاکستانه د امنیتي ګواښونو لړۍ دوام وکړي، نو د چټک او سخت غبرګون تګلاره به لا پیاوړې شي.

پاکستان په رسمي ډول ددې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here