یکشنبه, جون 21, 2026
Homeکورپاڼهمارک لوېن د ټرمپ ادارې ته: له اسرائیل سره د چلند پر...

مارک لوېن د ټرمپ ادارې ته: له اسرائیل سره د چلند پر ځای د ایران پر حکومت فشار راوړئ

امریکایي محافظه‌کار شننونکي او د راډیو مشهور کوربه مارک لوېن د ډونالډ ټرمپ پر ادارې نیوکه کړې او له واشنګټنه یې غوښتي چې پر اسرائیل فشار راوړل بند کړي.

لوېن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا باید له اسرائیل سره د چلند پر ځای د ایران پر حکومت فشار ته دوام ورکړي. هغه د ایران له حکومت سره د نږدې کېدو او د دې تصور له رامنځته کولو سره مخالفت څرګند کړی چې ګواکې تهران اوس «منطقي» او «منځلاری» شوی دی.

نوموړي ویلي: «د اسرائیل د بدنامولو، کمزوري کولو او پرې د فشار له راوړلو لاس واخلئ. همدارنګه له دې هڅې هم لاس واخلئ چې ایران ته د یو نرم او منځلاري رژیم بڼه ورکړئ.»

لوېن ادعا کړې چې که ایران که نن اټومي توغندي ته لاسرسی درلودای، زه د خپل ژوند په اندازه ډاډه یم چې هغه به یې زموږ د هېواد پر لور توغولی وای. هغه زیاته کړې: «زه نه پوهېږم چې څه روان دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د دغه هېواد او ایران ترمنځ هوکړې په پراخه کچه د سیاسیت والو، مشهورو تلوېزیوني څېرو او عامه خلکو توند غبرګونونه راپارولي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here