د امریکا د کانګرس دیموکرات غړي جاني اولشوسکي ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ تفاهم له مخکې نه د سقوط په حالت کې دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، نوموړي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ایران پر وړاندې د جګړې د مدیریت په اړه سختې نیوکې کړې او هغه یې د جګړې انتخاب بللی دی.
اولشوسکي ویلي چې دغه جګړه یوه فاجعه ده او د امریکا اوسنی سیاست یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د يادونې وړ ده چې امریکا او ایران څو ورځې وړاندې د پاکستان په منځګړیتوب د جګړې د پای ته رسېدو په اړه یو تفاهم لاسلیک کړی و؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې لا هم روانې دي او ټاکل شوې چې نن په سویس کې نوي مذاکرات پیل شي.

