د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شريف او د پوځ مشر عاصم منير د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهمنامې د پلي کېدو په تړاو د مذاکراتو د ګډون لپاره د سویس بورګناشتوک سیمې ته تللي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان به د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې تفاهمنامې د عملي کېدو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې تمه ده لومړی وزیر د مذاکراتو تر څنګ له ګډونوالو پلاوو سره هم دوهاړخیزې لیدنې او خبرې اترې ترسره کړي.

