شنبه, جون 20, 2026
Homeکورپاڼهسویس: د امریکا او ایران خبرې په بورګن‌سټاک کې دوام لري

سویس: د امریکا او ایران خبرې په بورګن‌سټاک کې دوام لري

د سویس چارواکو تایید کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې د سویس په بورګن‌سټاک (Bürgenstock) کې لا هم روانې دي.

د راپورونو له مخې، دا مذاکرات د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهمو اختلافاتو د حل او د سیمه‌ییز تاوتریخوالي د کمولو په موخه ترسره کېږي، خو تر اوسه د خبرو د جزئیاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

په همدې حال کې سویس د دواړو لورو خبرو د آسانتیا لپاره د منځګړي رول لوبوي او هڅه کوي د ډیپلوماټیکو لارو په مرسته د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې نږدې کړي.

تر دې دمه د دواړو لورو له خوا د روانو مذاکراتو د پرمختګ یا ممکنه هوکړې په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د دغو خبرو د نه ترسره کېدو راپورونه خپاره شوي وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here