شنبه, جون 20, 2026
Homeکورپاڼهد پاکستان د کورنیو چارو وزیر؛د ایران او امریکا د خبرو د...

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر؛د ایران او امریکا د خبرو د ارزونې لپاره تهران ته ولاړ

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تهران ته سفر کړی، څو له ایراني لوړپوړو چارواکو سره د ایران او امریکا ترمنځ د روانو ډیپلوماتیکو هڅو او مذاکراتو پر پرمختګ خبرې وکړي.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې نقوي به د خپل سفر پر مهال له یو شمېر ایراني چارواکو، په ګډون د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، سره وګوري.

راپورونه ښيي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د نرمولو او د خبرو اترو د اسانتیا لپاره ډیپلوماتیک رول لوبولی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here