شنبه, جون 20, 2026
Homeکورپاڼهفاطمه مهاجراني:له امریکا سره تفاهم‌ليک د سیمه‌ییز ثبات او خوندي راتلونکي لپاره...

فاطمه مهاجراني:له امریکا سره تفاهم‌ليک د سیمه‌ییز ثبات او خوندي راتلونکي لپاره دی

د ايران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ وروستی تفاهم‌لیک د یوې داسې ژبې څرګندونه کوي چې هدف یې د ایران او سیمې لپاره یو خوندي، باثباته او هیله‌بښونکی راتلونکی جوړول دي.

هغې په خپل لیکلي بیان کې ټینګار کړی چې میدان او ډیپلوماسي د یو بل په مقابل کې نه دي، بلکې د ملي ګټو د تأمین لپاره دوه بشپړونکي لارې دي.

له بلې خوا، د ايران ولسمشر مسعود پزشکیان د دې تفاهم‌لیک په اړه ویلي چې دا یو تاریخي سند دی او د پیاوړي ایران پیغام منعکسوي.

د ایران چارواکي وايي چې له امریکا سره دا تفاهم د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، که څه هم د هغې د عملي کېدو په اړه لا هم بېلابېل نظرونه موجود دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here