راپورونه ښیي چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د ایران د مذهبي مشر «آیتالله سید علي خامنهاي» د جنازې په رسمي مراسمو کې د پاکستان په استازیتوب ګډون وکړي.
په ورته وخت پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پاکستان ته بلنه ورکړې ده چې د «شهید شوي مشر» د جنازې او تدفین په مراسمو کې ګډون وکړي.
شریف زیاته کړې چې د پاکستان یو رسمي پلاوی به د دې مراسمو لپاره ایران ته سفر وکړي او هم به خپله د خپل هېواد د خلکو په استازیتوب د خامنهاي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
د اعلان شوي پروګرام له مخې، د آیتالله خامنهاي مړی به د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۹مه، په مشهد کې د امام رضا په زیارت کې خاورو ته وسپارل شي او تر دې مخکې به د تهران او قم په ښارونو کې د جنازې مراسم ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنازې مراسم د ایران د وروستیو سیاسي کړکېچونو او د جګړې له امله ځنډول شوي وو.

