یکشنبه, جون 21, 2026
Homeکورپاڼهباقر قالیباف:لاس مو پر ماشه دی او د هر ګواښ ځواب ته...

باقر قالیباف:لاس مو پر ماشه دی او د هر ګواښ ځواب ته چمتو یوو

د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف، په یوه پیغام کې د مجتبی خامنه‌يي له لوړي د هغه پیغام هرکلی کړی چې له امریکا سره د تفاهم‌لیک په اړه خپور شوی و.

قالیباف ویلي: «که دښمن د زیاتو غوښتنو او زورزیاتي هڅه وکړي، موږ ثابته کړې چې لاس مو پر ماشه دی او د دښمن پر وړاندې د قوي او کوبنده ځواب ورکولو کې هېڅ ډول تردید نه لرو؛ هغه دښمن چې د وروستۍ جګړې پر مهال یې د دې ځواب خوند څکلی دی.»

نوموړي ټینګار کړی: «موږ به هېڅکله اجازه ورنه کړو چې مقابل لوری د ژمنو ماتولو او زورزیاتي له لارې د ایران د خلکو او د مقاومت جبهې حقونه زیانمن کړي.»

قالیباف زیاته کړې چې ایران به د خپلو ملي ګټو او د مقاومت د محور د حقونو د دفاع لپاره په کلکه ودریږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here