پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeکورپاڼهجی ډي وینس: د اسرائیل اصلي ستونزه ټرمپ نه، بلکې د خپل...

جی ډي وینس: د اسرائیل اصلي ستونزه ټرمپ نه، بلکې د خپل وضعیت درک کول دي

د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس د اسرائیلو د حکومت پر ځینو دریځونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دوی تر ټولو لویه ستونزه ډونالډ ټرمپ نه دی.

وینس ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د هغو دفاعي وسلو نږدې دوه پر درېیمه برخه چې د اسرائیل د دفاع لپاره کارول شوي، د امریکا له خوا برابرې شوې دي او لګښت یې هم امریکايي مالیه ورکوونکو ورکړی دی.

هغه زیاته کړې چې په اسرائیل کې هغه کسان چې د خپلو ستونزو پړه پر ټرمپ اچوي، باید د خپل هېواد د وضعیت واقعیتونو ته وګوري. د وینس په وینا، د امریکا ملاتړ د اسرائیل په امنیت کې مهم رول لوبولی او د اسرائیل چارواکي باید دا حقیقت درک کړي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک سره د امریکا او اسرائیل ترمنځ د اړیکو په اړه بحثونه زیات شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here