دوشنبه, جون 15, 2026
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛مردان کې د پاکستان د هوايي ځواک د روزنیزې الوتکې د...

خیبر پښتونخوا؛مردان کې د پاکستان د هوايي ځواک د روزنیزې الوتکې د نسکورېدو پېښه کې دوه پيلوټان وژل شوي

د خېبر پښتونخوا ایالت د مردان ولسوالۍ د کاټلنګ سړک ته څېرمه د پاکستان د هوايي ځواک یوه روزنیزه الوتکه نسکوره شوې ده.

د ژغورنې ادارو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د الوتکې دوه پیلوټان وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي، د پېښې له ځایه ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د الوتکې د نسکورېدو اصلي لامل نه دی څرګند شوی، خو اړوندې ادارې وايي چې دوی د تخنیکي ستونزې یا نورو احتمالي عواملو د معلومولو لپاره څېړنې کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here