دوشنبه, جون 15, 2026
Homeکورپاڼهد فرانسې ولسمشر:د امریکا او ایران موافقه د څو اړخیزو ډیپلوماټیکو هڅو...

د فرانسې ولسمشر:د امریکا او ایران موافقه د څو اړخیزو ډیپلوماټیکو هڅو نتیجه ده

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د امریکا او ایران ترمنځ له شوې موافقې هرکلی کړی او هغه یې د څو اړخیزو ډیپلوماټیکو هڅو پایله بللې ده.

هغه له ټولو اړخونو غوښتي چې دا موافقه په چټکۍ او بشپړ ډول عملي کړي او ټینګار یې کړی چې د هرمز تنګي ژر، بې قید و شرطه پرانیستل او د کښتۍ تګ راتګ له هر ډول محدودیت او فیس پرته بیا پیل د سیمه‌ییز ثبات او نړیوال اقتصاد لپاره اړین دی.

مکرون ویلي چې دا موافقه کولی شي د منځني ختیځ د سولې او امنیت لپاره د پراخو خبرو زمینه برابره کړي؛ هغه خبرې چې باید د ایران د اټومي او توغندیو پروګرام او د هغه په وینا د تهران د بې‌ثباته کوونکو سیمه‌ییزو سیاستونو موضوع هم په کې شامله وي.

نوموړي زیاته کړې چې فرانسه چمتو ده له خپلو شریکانو سره په دې بهیر کې رول ولوبوي.

د فرانسې ولسمشر همدارنګه په لبنان کې د حکومت له هڅو ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې یوازې بشپړ ملي حاکمیت کولی شي د لبنان ثبات، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو اړتیاوې تضمین کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here