د جاپان لومړۍ وزیره ساناې تاکایچي وايي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د ختمېدو په اړه د هوکړې هرکلی کوي او تمه لري چې دا تړون په عملي ډول پیاوړی شي.
نوموړې په خپل رسمي بیان کې ویلي:
جاپان له وړاندې راهیسې د وضعیت د ژر ارامېدو لپاره فعالې ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي.
د امریکا او ایران د وروستۍ موافقې هرکلی کېږي، ځکه دا د کړکېچ د ختمېدو لپاره یو مهم ګام دی.
دا پرمختګ د دواړو هېوادونو د مذاکراتو او دوامداره خبرو پایله ده.
جاپان د هغو هېوادونو هڅې هم ستايي چې د منځګړیتوب رول یې لوبولی دی.
نوموړې ټینګار کوي چې باید دا موافقه په عملي ډول پلې شي او د هرمز تنګي کې د نړیوالو بېړیو لپاره ازاد او خوندي تګ راتګ ډاډمن شي.
همدارنګه هیله څرګندوي چې د ایران د اټومي مسئلې په اړه وروستۍ جامع موافقه ژر تر ژره تر لاسه شي.
جاپان وايي چې د هرمز تنګي ثبات د نړیوالو انرژۍ د بازارونو او د تېلو د لیږد لپاره ډېر مهم دی.

