د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پر بیروت د اسرائیل وروستي برید د امریکا او ایران ترمنځ د یوه احتمالي تفاهملیک د لاسلیک بهیر له لنډ ځنډ سره مخ کړی دی.
ټرمپ له اکسیوس سره خبرو کې ویلي، چې د برید خبر د ترلاسه کولو وروسته حیران شوی او د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څخه خپه شوی.
د هغه په وینا، ټاکل شوې وه چې د دواړو لورو ترمنځ هوکړه ژر لاسلیک شي، خو وروستیو تحولاتو دا بهیر څو ساعته شاته وغورځاوه.
د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې وروستۍ پېښه د سیمهییزو کړکېچونو د زیاتېدو حساسیت ښيي او کولی شي د روانو ډیپلوماټیکو هڅو پر مهالویش اغېز وکړي.

