یکشنبه, جون 14, 2026
Homeکورپاڼهد ډونالډ ټرمپ؛د زوکړې په ورځ د نتنیاهو ځانګړی پیغام!

د ډونالډ ټرمپ؛د زوکړې په ورځ د نتنیاهو ځانګړی پیغام!

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د زوکړې د ورځې مبارکي ویلې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

نتنیاهو په ایکس کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د ټرمپ د زوکړې ورځ په داسې وخت کې را رسېدلې چې امریکا د خپلې آزادۍ ۲۵۰مه کلیزه لمانځي.

نوموړي امریکا یو ستر هېواد بللی چې د آزادۍ او باور پر بنسټ جوړ شوی او هیله یې څرګنده کړې چې ټرمپ به د امریکا د مشر په توګه د ځواک او انرژۍ څښتن پاتې شې، څو هېواد د ځواک له لارې د سولې او روښانه راتلونکي پر لور رهبري کړې.

د اسرایږئیلو لومړي وزیر همداراز ویلي چې د امریکا او د دوی ترمنځ یووالی به د دواړو لورو په همکارۍ لا پیاوړی شي او نویو لوړو پوړیو ته به ورسېږي.

په همدې حال کې د امریکا برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (جون ۱۴مه) د اتیا کالو شو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here