د خیبر پښتونخوا د دېره اسماعیل خان ګمرک په ګودام کې پرون اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې د چارواکو په وینا د ضبط شوو توکو لویه برخه سوځېدلې او میلیونونه پاکستانۍ روپۍ ته زیان اوښتی دی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په سوځېدلو توکو کې سګریټ، ټوکر، پټرول او نور توکي شامل وو.
ویل کېږي چې اور اوس مهار شوی دی.
پولیسو ویلي، د اور تر کنټرول وروسته ځینو کسانو هڅه وکړه چې له ګودامه توکي یوسي، چې له امله یې نښته رامنځته شوه او د سیمې د یوې تاڼې امر افتاب عالم بلوچ ټپي شوی دی.
چارواکي وایي تر اوسه د اورلګېدنې کره لامل نه دی معلوم شوی او پلټنې روانې دي.

