د امریکا د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د فاکس نیوز شبکې ته ویلي چې واشنګټن باور لري له ایران سره د یوه احتمالي هوکړې چوکاټ د جوړېدو په حال کې دی.
د نوموړي په وینا، د دې هوکړې له مخې به ایران د هرمز تنګي د هر ډول عوارضو له اخیستو پرته بېرته پرانیزي، او په بدل کې به امریکا د ایران پر بندرونو لګېدلی محاصره ختمه کړي.
دغه امریکایي چارواکي ویلي:«موږ فکر کوو چې هوکړې ته رسېدلي یو. دا یوه غوره او ډېره پیاوړې هوکړه ده.»
د هغه په خبره، د هرمز ستراتیژیکه اوبو لاره به پرته له فیس یا عوارضو بېرته د نړیوال تګ راتګ لپاره پرانستل شي، چې دا د امریکا له مهمو غوښتنو څخه وه.
چارواکي زیاته کړې چې د ایران د سویلي بندرونو محاصره به هممهاله د هرمز تنګي له پرانېستل کېدو سره پای ته ورسېږي، او ورپسې پړاو کې به په دې اوبو لار کې د ماینونو د پاکولو عملیات ترسره شي.

