چهارشنبه, جون 3, 2026
Homeافغانستانافغان الاصلې امریکايۍ سیاستوالې؛عایشه وهاب د کانګرس څوکۍ ته د رسېدو په...

افغان الاصلې امریکايۍ سیاستوالې؛عایشه وهاب د کانګرس څوکۍ ته د رسېدو په سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړی

امریکایي رسنیو ويلي، افغان الاصله امریکايۍ سیاستواله او د کلیفورنیا ایالتي سناتوره عایشه وهاب د کلیفورنیا د ۱۴مې کانګرس حوزې د استازولۍ لپاره د ټاکنو په لومړنیو پایلو کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د لومړنیو پایلو له مخې، عایشه وهاب ۳۶ سلنه رایې ترلاسه کړې او د ډبلین پخوانۍ ښارواله ملیسا هرنانډیز د ۱۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو دویم مقام خپل کړی دی.

عایشه وهاب، له ۲۰۲۲ کال راهیسې د کلیفورنیا د ایالتي سنا غړې ده او تر دې وړاندې یې د هایوارډ ښاروالۍ شورا کې هم دنده ترسره کړې ده.

نوموړې د کلیفورنیا د سنا لومړنۍ افغان الاصله او مسلمانه غړې بلل کېږي.

دغه ټاکنیزه سیالي وروسته له هغې رامنځته شوه چې د کانګرس پخواني غړي اېرېک سوالویل د جنسي ناسم چلند د تورونو له راپورته کېدو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه او د والي له ټاکنیزې مبارزې هم ووت.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here