د ایټالیا چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د کالابریا په جنوبي سیمه کې درې افغانان او یو پاکستانی وګړی په یوه موټر کې ژوندي سوځول شوي دي.
د ایټالیا د امنیتي ادارو په وینا، د دې پېښې په تړاو دوه پاکستانیان د قصدي وژنې په تور نیول شوي دي.
راپورونه وایي، د څار کمرې ښيي چې بریدګرو پر موټر اور اخیستونکې ماده شیندلې او وروسته یې اور ورته اچولی دی.
ویل کېږي چې دغه بريدګرو هڅه کړې وه د موټر دروازې وتړي، څو دننه کسان د تېښتې توان ونه لري.
په دې پېښه کې یو بل کس هم سخت ټپي شوی، چې روغتون ته لېږدول شوی او تر درملنې لاندې دی.
تر اوسه د پېښې د علت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

