د ایران د ولسمشر مرستیال اسماعیل سقاب اصفهاني وایي، د وروستۍ ۳۹ ورځنۍ جګړې پر مهال د ګازو بنسټیزو تاسیساتو ته اوښتي زیانونه د هېواد د ګازو کسر تر پخوا ډېر زیات کړی دی.
د نوموړي په وینا، د ګازو کلنی تولید د ۲۹۷ میلیارده متر مکعبو څخه ۲۴۲ میلیارده متر مکعبو ته راکم شوی او له تېر کال راهیسې د ۴۵ میلیارده متر مکعبو کسر په پام کې نیولو سره، اوس ایران د شاوخوا ۱۰۰ میلیارده متر مکعبو ګازو له کمښت سره مخ دی.
راپورونه ښيي چې د جګړې پر مهال د جنوبي پارس د ګازو څو تصفیې خونې زیانمنې شوې؛ خو ځینې شنونکي باور لري چې د تاسیساتو د زیان کچه دومره نه ده چې د تولید دومره لوی کمښت توجیه کړي.
د نړیوالې انرژۍ ادارې اټکل کړی چې دغو بریدونو په ورځني ډول د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه متر مکعبو ګازو پر پروسس اغېز کړی دی.
کارپوهان ټینګار کوي چې د ایران د ګازو بحران یوازې د جګړې پایله نه ده، بلکې د کلونو راهیسې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې کمښت، د پروژو ځنډ، د انرژۍ ضایع کېدل او د بدیلو سرچینو نشتوالی هم مهم عوامل دي.
د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، ایران هر کال شاوخوا ۲۳ میلیارده متر مکعب ملګری ګاز د راټولولو د تجهیزاتو د نشتوالي له امله په مشعلونو کې سوځوي او له منځه وړي.
همدارنګه، د نړیوالې انرژۍ ادارې د اټکل له مخې، په زړو تولیدي او لېږدیزو شبکو کې هر کال له ۸ میلیارده متر مکعبو څخه ډېر ګاز د لیکونو له امله ضایع کېږي.
په دې توګه، د تولید او لېږد په پړاوونو کې د ضایع شوي ګاز ټولیزه کچه له ۳۱ میلیارده متر مکعبو څخه اوړي.
له بلې خوا، په ایران کې د انرژۍ د سرچینو تنوع ډېره محدوده ده. د
له ۷۰ سلنې څخه زیاته انرژي د طبیعي ګازو له لارې برابریږي، په داسې حال کې چې د اوبو، نوي کېدونکو او اټومي انرژیو ونډه یوازې شاوخوا یو سلنه ده.
شنونکي وایي، تر هغو چې د انرژۍ بدیلې سرچینې پراخې نه شي او د ګازو د ضایع کېدو مخه ونه نیول شي، د ایران د ګازو کسر به هر کال لا زیات شي.

