د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، چې په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړیو سره تاوتریخوالي اندېښمن کړي یو.
یاد کمیسیون په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لاریونکوونکو پر ضد له زور کار اخیستل قانوني کړنه نه ده.
یاد کمیسیون دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ په قامي جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ درې غړي پاکستاني پولیسو ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.

