چهارشنبه, مې 13, 2026
Homeکورپاڼهسنتکام:د ایران د سمندري محاصرې له امله ۶۷ سوداګریزو بېړیو مسیر بدل...

سنتکام:د ایران د سمندري محاصرې له امله ۶۷ سوداګریزو بېړیو مسیر بدل کړی

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې د ایران د سویلي بندرونو او ساحلونو د سمندري محاصرې له پیل راهیسې ۶۷ سوداګریزې بېړۍ اړ شوې دي چې خپلې لارې بدلې کړي.

د سنتکام په وینا، امریکايي ځواکونو ۱۵ هغو بېړیو ته د تېرېدو اجازه ورکړې چې بشري مرستې یې لېږدولې.

دغه راز، څلور نورې بېړۍ د امریکايي ځواکونو د اقداماتو له امله له فعالیته لوېدلې دي.

سنتکام ویلي، دا اقدامات د سیمې د امنیت او د سمندري تګ راتګ د کنټرول په موخه ترسره کېږي، خو تر اوسه ایراني چارواکو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here