د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران له لوري د سولې د تازه وړاندیز ځواب یې رد کړی او هغه یې “ناسم او د منلو نه دی” بللی دی.
د اکسیوس د راپور له مخې، ټرمپ په یوې لنډې ټیلیفوني مرکې کې ویلي: «زه د هغوی لیک نه خوښوم، دا مناسب نه دی او د دوی ځواب مې نه دی خوښ.»
نوموړي زیاته کړې چې ایران د تېرو ۴۷ کلونو په اوږدو کې د نړیوالو هېوادونو سره د فشار او وخت اخیستلو سیاست تعقیب کړی دی.
ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د ایران له خوا د سولې د وروستي مسودې په اړه رسمي ځواب واشنګټن ته رسېدلی و.
هغه په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه ټروت سوشیال کې هم دغه ځواب “کاملاً د منلو نه دی” بللی دی.
بل خوا، ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی چې تهران په خپل ځواب کې د جګړې د پای ته رسېدو، د بندیزونو د لرې کولو او د ایران د اقتصادي حقونو د تضمین غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، ایران همداراز د بندیزونو سمدستي ختمېدل، د کنګل شویو شتمنیو ازادول او د انرژۍ د مهمو سمندري لارو په اړه تضمینونه غواړي.
خو ایراني سرچینو ټینګار کړی چې د امریکا وړاندیز “د ایران د تسلیمۍ” په معنا دی او دوی به داسې شرایط ونه مني.
د راپور له مخې، د دې ځواب وروسته په نړیوالو بازارونو کې د تیلو بیې شاوخوا ۳ سلنه لوړې شوې دي.
هاخوا، ټرمپ همداراز د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د ټیلیفوني خبرو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ایران موضوع “زما شخصي مسؤلیت” دی.
سره له دې چې د خبرو اترو هڅې روانې دي، دواړه لوري لا هم د مهمو شرطونو پر سر ژور اختلاف لري او دا نه ده روښانه چې ایا ډیپلوماټیک بهیر به دوام وکړي او که د کړکېچ لوري ته به لاړ شي.

