د الجزیرې د راپور له مخې د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې څلور ورځنۍ جګړه د هند او پاکستان ترمنځ یوازې یو لنډمهاله پوځي ټکر نه و، بلکې داسې شخړه وه چې د دواړو هېوادونو پوځي، سیاسي او ستراتېژيکې کمزورۍ یې بربنډې کړې.
دغه جګړه هغه مهال پیل شوه کله چې د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید وشو چې ۲۶ ملکي وګړي پکې ووژل شول.
هند پاکستان د برید مسؤل وباله، خو اسلاماباد دا تورونه رد کړل او له دې وروسته هند د “سندور عملیات” په نوم پوځي بریدونه پیل کړل او د پاکستان دننه یې هدفونه وویشتل، چې په ځواب کې پاکستان د “بنیان المرصوص عملیات” ترسره کړل او دواړو لورو څلور ورځې هوايي او توغندیز بریدونه تبادله کړل.
پاکستان ادعا کوي چې د چین جوړو “جي-۱۰ سي” جنګي الوتکو په مرسته یې د هند څو الوتکې راغورځولې، چې پکې د “رافال” الوتکې هم شاملې دي، او دا یې مهمه پوځي لاسته راوړنه بللې ده.
اسلاماباد همداراز وایي چې دې جګړې د پاکستان ډیپلوماتیک دریځ پیاوړی کړ او د جګړې پر مهال یې د “فتح-۳ “فتح-۴” او “فتح-۵” په نوم نوي راکټي سیستمونه هم معرفي کړل.
بل لور ته هند ادعا کوي چې د پاکستان ګڼې هوايي اډې یې په نښه کړې او د “براهموس” توغندیو په وسیله یې ژور بریدونه ترسره کړي دي، چې همداراز راپورونه د اسرایلي ډرون الوتکو د کارولو یادونه هم کوي.
د راپور له مخې، هند د جګړې په جریان کې د سند د اوبو تړون هم وځنډاوه، چې دا ګام د پاکستان لپاره جدي ستراتېژیک فشار بلل کېږي.
د کارپوهانو په وینا دا شخړه د اټومي وسلو لرونکو دوو هېوادونو ترمنځ د خطرناک تقابل یو نوی مثال دی، چې پکې د غلطو معلوماتو، تبلیغاتو او کمزوري باور فضا د وضعیت حساسیت لا زیات کړی دی.
شنونکي همداراز ټینګار کوي چې د اوبو مسئله د راتلونکې لپاره تر ټولو جدي خطر جوړوي، ځکه د سند د اوبو تړون ځنډول د پاکستان کرنیز او اقتصادي وضعیت ته مستقیم ګواښ بلل کېږي.

