د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف یو ځل بیا ادعا کړې چې هند له افغانستان څخه د اسلاماباد پر ضد د خپلو اهدافو لپاره استفاده کوي.
نوموړي له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د هند د نیابتي فعالیتونو پر مرکز بدل شوی او د ده په وینا، ځینې وسلهوالې ډلې د بهرني ملاتړ په مټ د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.
هغه زیاته کړې چې د وروستیو کړکېچونو پر مهال پاکستاني ځواکونو د هند د “زورواکۍ” پر وړاندې مقاومت کړی او ادعا یې کړې چې دغه وضعیت د هند پر پوځ هم اغېز کړی دی.
خواجه آصف ټینګار کړی چې پاکستان د سیمې د ثبات غوښتونکی دی، خو په عین حال کې یې بیا هم ادعا کړې چې هند د افغانستان له خاورې د نیابتي فعالیتونو ملاتړ کوي.
بلخوا، د طالبانو حکومت هر کله د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړې دي او برعکس یې پاکستاني ځواکونه د سرحدي سیمو په نښه کولو تورن کړي دي.
تازه د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې د پاکستان لخوا د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

