د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د «افغانستان–مرکزي اسیا مشورتي خبرو» غونډه پیل شوې ده.
د وزارت په وینا، دغه غونډه د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي په مشرۍ ترسره کېږي او پکې د افغانستان او د مرکزي اسیا د هېوادونو لوړپوړي استازي ګډون لري.

د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، چې په دې خبرو کې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو بحث وشي.
د دوی په خبره، سیمهییز اتصال، سوداګرۍ پراختیا، ترانزیټي اسانتیا او ګډې امنیتي ننګونې هم د اجنډا مهمې برخې دي.

