د هرات د طالبانو حکومت د والي ویاند اعلان کړی چې د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خوشې شوې دي.
د والي ویاند محمد یوسف سعید ویلي چې دا اقدام نن سهشنبه ترسره شوی او د بند له جوړېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ذخیره شوې اوبه د کرنې لپاره کارول کېږي.
د معلوماتو له مخې، پاشدان بند د ۵۴ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، د ۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري او شاوخوا ۱۳ زره هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبولای شي.
یاد بند تېر کال د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا په رسمي ډول د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شو.

