پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهعباس عراقچي:د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي وړاندیز د امریکا له...

عباس عراقچي:د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي وړاندیز د امریکا له لوري د تخنیکي نه پوهاوي له امله رد شو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د ایران هغه وړاندیز چې موخه یې د اټومي وسلو د نه جوړېدو تضمین و، د امریکا له لوري ځکه رد شو چې د مقابل لوري استازو د دې وړاندیز تخنیکي جزییات په سمه توګه نه وو درک کړي.

عراقچي په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې کره او واقعي معلومات د نړیوالو پرېکړو لپاره ډېر اهمیت لري او که د تخنیکي مسایلو سم درک موجود وای، نو ښایي د ایران وړاندیز جدي ارزول شوی وای.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز د اقتصادي سیاستونو په اړه وویل چې د تیلو د بیو لوړوالی او د تعرفو زیاتوالی عادي امریکایانو ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي.

د هغه په وینا، دا ډول اقدامات لوی شرکتونه لا شتمنوي او پر عادي کورنیو اقتصادي فشار زیاتوي.

عراقچي زیاته کړه چې نړیوال سیاسي او اقتصادي بحثونه باید د دقیقو معلوماتو او واقعي تحلیلونو پر بنسټ ترسره شي.

وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې امریکا د نړۍ د تر ټولو لوی د تیلو تولیدوونکی هېواد دی او د تیلو د بیو لوړېدل د امریکا لپاره اقتصادي ګټه لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here