سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeکورپاڼهراپورونه:ایران، حزب‌الله او عراقي مقاومت هممهاله پر اسرائیل او امریکایي اډو بریدونه...

راپورونه:ایران، حزب‌الله او عراقي مقاومت هممهاله پر اسرائیل او امریکایي اډو بریدونه کړي

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د «وعده صادق ۳۵» په نوم د عملیاتو نوې څپه نن شپه ترسره شوې او د اسرائیل پر بېلابېلو اهدافو پرمختللي توغندي توغول شوي دي.

راپورونه وایي چې په دې بریدونو کې د «خیبرشکن»، «قدر»، «خرمشهر»، «فتاح» او «عماد» په نوم هدفمند توغندي کارول شوي او ټاکلي هدفونه یې په نښه کړي دي.

همدارنګه ویل شوي چې د لبنان حزب‌الله ځواکونو د اشغال شوې فلسطین په شمال کې پر یو شمېر اهدافو هم بریدونه کړي دي.

بلخوا د عراق د مقاومت ډلو هم اعلان کړی چې نن یې یو ځل بیا په عراق کې د امریکا د پوځ پر حضور لرونکو اډو بریدونه کړي دي.

تر اوسه د دغو بریدونو په اړه د اسرائیل، امریکا او یا هم نورو خپلواکو سرچینو له لوري رسمي تایید نه دی شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here