د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هېواد د روان اقتصادي او انرژۍ بحران د مهار لپاره بېړني اقدامات اعلان کړي دي.
هغه ویلي چې د سیمې شخړې او په افغانستان د مستقیمو تیریو له امله د پاکستان اقتصاد له جدي فشار سره مخ شوی دی.
د اعلان شوو اقداماتو مهم ټکي داسې دي:
ښوونځي به د دوه اونیو لپاره تړل کېږي.
د دولتي وسایطو ۶۰ سلنه به له سړکونو لرې شي.
د سون توکو په برخه کې امتیازونه به ۵۰ سلنه کم شي.
د دولتي کارکوونکو ۵۰ سلنه به له کوره کار وکړي.
دولتي دفترونه به په اونۍ کې یوازې څلور ورځې فعالیت کوي.
د عامه لګښتونو کچه به ۲۰ سلنه راټیټه شي.
د حکومت موخه د سون توکو مصرف کمول او د موجودو سرچینو اغېزمن مدیریت بلل شوی، په داسې حال کې چې د نړیوالو تیلو د بیو لوړوالي او سیمهییزو کړکېچونو د پاکستان پر اقتصاد فشارونه زیات کړي دي.

