شنبه, مارچ 7, 2026
Homeافغانستانډاکتر فضلي:د افغان نجونو او مېرمنو دوامداره محرومول فکري نسل‌وژنه ده

ډاکتر فضلي:د افغان نجونو او مېرمنو دوامداره محرومول فکري نسل‌وژنه ده

د چارو ادارې پخوانی رئیس فضل محمود فضلي وایي، راتلونکې اونۍ چې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیلېږي، دا به د هېواد د «ملي وجدان ازموینه» وي.

نوموړي ویلي چې شاوخوا شل میلیونه افغان نجونې او مېرمنې لا هم له زده کړو او کار څخه محرومې دي او دا وضعیت یې «فکري نسل‌وژنه» بللې ده.

فضلي ټینګار کړی چې د ټولنې نیمایي برخه له زده کړو او ټولنیز مشارکته بې‌برخې کول د هېواد پر فکري راتلونکې او ملي یووالي منفي اغېز کوي.

د هغه په وینا، داسې ټولنه چې دننه مشروعیت او ملي اجماع ونه لري، نه شي کولای د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې پیاوړې دفاع وکړي.

هغه همداراز د پاکستان له لوري پر افغانستان د تېري یادونه کړې او ویلي یې دي چې د دې ډول ګواښونو پر وړاندې اغېزمنه ملي دفاع هغه وخت ممکنه ده چې د ټولنې ټول قشرونه، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، له زده کړو او کاره محرومې نه وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here