د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند طارق ارین ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان د پاکستان تر بمبارۍ او تېري لاندې دی او ملکي وګړي زیانمن شوي، د پخواني حکومت یو شمیر چارواکي لکه میرویس ناب او نصیر اندیشه د پاکستان استخباراتي ادارې سره پټې ناستې کړي دي.
د نوموړي په وینا، ټاکل شوې د مارچ میاشتې په ترڅ کې په لندن کې یوه غونډه ترسره شي چې ظاهراً ملي بڼه لري، خو زمینهسازي یې د ISI له لوري شوې ده.
ارین ټینګار کړی چې په جلاوطنۍ کې سیاسي ډلې او اشخاص باید له تېر څخه درس واخلي، ځکه پاکستان هېڅکله د افغانستان د سولې او ثبات لپاره رښتینې طرحه نه ده لرلې او نه به یې ولري.
هغه دغه ډول تګلارې د وطن پر وړاندې خیانت او استخباراتي پروژه بللې ده.

