د جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال خوشال سادات د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په تړاو ویلي چې افغانان به د خپلو خلکو پر وړاندې ترسره شوي تېري ته حتمي ځواب ورکړي.
سادات په خپل اېکس کې لیکلي چې د پکتیکا بریدونه د شهباز هوايي اډې او د ننګرهار پېښه د پېښور هوايي اډې څخه پلان او عملي شوې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې که څه هم افغانان پرمختللي وسایل او الوتکې نه لري؛ خو د انسانانو عزم، اراده او روحیه یې ژوندۍ ده او د دې بریدونو ځواب به ورکوي.
سادات دغه بریدونه د هېواد د خلکو پر وړاندې څرګند تجاوز بللی او خبرداری یې ورکړی چې افغانان به د خپلو خلکو د حقونو د دفاع لپاره له هېڅ اقدام څخه ډډه ونه کړي.

