د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نشراتي امر سیف السلام خیبر د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو ټول شرعي حقونه خوندي دي.
خیبر ادعا کړې چې د ښځو ځینې بنسټیز حقونه، لکه مهر، میراث، نفقه، له ظلم خوندیتوب او له جبري او ناروا ودونو مخنیوی، د اوږدې مودې لپاره له پامه غورځول شوي وو.
نوموړي ویلي، د ښځو پر حقونو د تېري ادعاوې د ځینو کړیو «خودساخته» هڅې دي چې غواړي له دې موضوع په ګټې اخیستنې داسې موخې ترلاسه کړي چې د افغانستان له دیني او ټولنیزو ارزښتونو سره سمون نه لري.
سیف السلام خیبر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت د ښځو او نارینهوو د ټولو شرعي حقونو د خوندیتوب لپاره ژمن دی.
د امر بالمعروف وزارت چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي چې د ښځو د میراث، مهر، نفقې، جبري ودونو او کورني تاوتریخوالي اړوند د سلګونو قضیو په حل کې یې اقدام کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د طالبانو له حکومت غوښتي چې د دوی پر ښځینه کارکوونکو محدودیت پای ته ورسوي.

