دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
Homeپښتونخواسهیل افریدي: د هند د ګواښ په اړه باید ولس ته روښانه...

سهیل افریدي: د هند د ګواښ په اړه باید ولس ته روښانه شي چې څوک رښتیا وایي

د خیبرپښتونخوا اعلیٰ وزیر سهیل افریدي د هند په اړه د پاکستان د پوځ د دریځ په تړاو پوښتنې راپورته کړې دي.

افریدي د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په خطاب کې ویلي، پوځ هند د پاکستان دښمن بولي، خو هغه کسان چې په وینا یې د پوځ په ملاتړ واک ته رسېدلي، هند د پاکستان لپاره ګواښ نه بولي بلکې درې صوبې ګواښ بولي.

هغه پوښتنه کړې چې په دې موضوع کې د پاکستان ولس باید د پوځ خبره ومني او که د حکومت د چارواکو دریځ.

افریدي پر هغو کسانو هم نیوکه کړې چې هند ګواښ نه ګڼي او ادعا یې کړې چې د هغوی ځینې سوداګریزې اړیکې او شخصي مناسبات له هند سره دي.

نوموړي ټینګار کړی چې باید خلکو ته روښانه شي چې په دې اړه د چا دریځ سم دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here