دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
Homeافغانستانګوترېش له طالبانو د افغان ښځینه کارکوونکو پر محدودیتونو د پای ته...

ګوترېش له طالبانو د افغان ښځینه کارکوونکو پر محدودیتونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش، له طالبانو غوښتي چې د افغان ښځینه کارکوونکو پر وړاندې محدودیتونه سمدستي لغوه کړي او هغوی ته د ملګرو ملتونو دفترونو ته د کار لپاره د خوندي او آزاد تګ اجازه ورکړي.

ګوترش ویلي، د ښځو پر عامه ژوند، زده‌کړو او کار محدودیتونه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، ثبات او نړیوالې ټولنې سره د بېرته ادغام پر وړاندې جدي خنډ دي.

ګوترش دا څرګندونې داسې مهال کړې چې نن د افغان ښځینه کارکوونکو د ملګرو ملتونو دفترونو ته د تګ د بندیز یو کال پوره شو. دغه بندیز د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۷مه عملي شوی و.

ملګرو ملتونو ویلي، د افغان ښځینه کارکوونکو حضور د ښځو او نجونو لپاره د بشري مرستو په رسولو کې مهم رول لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here