د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات ولایت د کشک–تیرپل سیمې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج قرارداد د سعودي عربستان د «دلتا انټرنیشنل» شرکت سره لاسلیک کړی دی.
د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري وویل، د دغه قرارداد په عملي کېدو سره به د افغانستان د ګاز اړتیا تأمین شي.
ښاغلي بدري زیاته کړه چې د نفت او ګازو د سرچینو استخراج به د هېواد د انرژۍ په برخه کې د ځانبسیاینې لپاره مهم ګام وي.
د «دلتا انټرنیشنل» شرکت د سعودي عربستان له هغو شرکتونو دی چې په افغانستان کې یې د نفت او ګازو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.
د شرکت اجرائیوي رئیس شاهر التقي تر دې وړاندې هم له افغان چارواکو سره د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج په اړه خبرې کړې وې.
د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، د دې قرارداد موخه په هرات کې د نفت او ګازو د زیرمو موندل او استخراج او په دې برخه کې د بهرنیو پانګونو جذبول دي.

