دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
Homeافغانستانهرات کې د یوه کس وژنه؛امنیتي مسوولین: عامل او څو نور کسان...

هرات کې د یوه کس وژنه؛امنیتي مسوولین: عامل او څو نور کسان نیول شوي

په هرات کې د یوه کس د وژنې هغه سي‌سي‌ټي‌وي ویډیو خپره شوې چې په کې ښکاري د طالبانو اړوند کسان لومړی د نوموړي لاسونه تړي، بیا یې وهي او وروسته پرې ډزې کوي. د ویډیو خپرېدو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د هرات امنیتي مسوولین د یادې پېښې په اړه وايي، وژل شوی کس قدیر نومېږي چې د رستم زوی دی او د فضل احمد زوی له لوري د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.

د امنیتي مسوولینو په وینا، شاوخوا یو کال وړاندې فضل احمد د قدیر د کورنۍ له لوري وژل شوی و او د وروستۍ پېښې عامل د خپل پلار د وژنې د غچ اخیستو په موخه پر قدیر ډزې کړې دي.

د هرات امنیتي مسوولینو ادعا کړې چې د پېښې عامل د پښتون زرغون ولسوالۍ د امنیه قوماندان خوریی دی او په ویډیو کې لیدل کېدونکي کسان د نوموړي قوماندان ساتونکي دي.

د دوی په وینا، عامل، د پښتون زرغون ولسوالۍ امنیه قوماندان او د هغه ساتونکي د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here