پاکستاني پوځ منلې چې د افغانستان پر خاوره یې هوايي بریدونه کړي دي او ادعا یې کړې چې د ټيټيپي او د داعش خراسان اړوند اووه پټنځایونه یې په نښه کړي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي، دغه بریدونه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او هدف یې هغه ډلې وې چې په وینا یې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي.
دوی دغه عملیات «ټاکلي او دقیق» بللي دي.
د یادونې ده چې پاکستاني پوځ د پکتیکا برمل ولسوالۍ په یوه دیني مدرسه او د بهسود ولسوالۍ کې د یوه ملکي وګړي پر کور برید کړی دی.
بلخوا د طالبانو حکومت بیا بیا ټینګار کړی چې ټيټيپي د افغانستان په خاوره کې شتون نه لري او داعش ډله هم په افغانستان کې ځپل شوې ده.

