په انقره کې د طالبانو حکومت سفیر، شیخ سنیعالله فرهمند، د قزاقستان له سفیر ساپیوف یرکیبولان اونالبیکولي سره لیدنه کړې.
د طالبانو حکومت سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي او دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د اړیکو پر دوام ټینګار کړی.
همداراز، د سفارت د معلوماتو له مخې، شیخ سنیعالله فرهمند په انقره کې د کویټ د ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې هم ګډون کړی، چې پکې د کوربه هېواد چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو ډیپلوماتانو حضور درلود.


