د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت له لوري د دفاعي ځواکونو لپاره نوی پوځي یونیفورم په رسمي ډول اعلان شو.
دغه اعلان نن د یاد وزارت په تالار کې د یوې غونډې پر مهال وشو چې پکې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت، د وزارت یو شمېر رئیسانو او د مرکزي قطعاتو قوماندانانو ګډون کړی و.
نوی یونیفورم د کومانډو، سرحدي ځواک او ملي اردو ځواکونو لپاره ټاکل شوی دی.
قاري فصیحالدین فطرت د نوي پوځي لباس په اړه ویلي، چې یونیفورم د نظم، انضباط او هویت څرګندونه کوي او ځواکونه باید عسکري نظم په بشپړ ډول مراعت کړي.

د هغه په وینا، نوی یونیفورم د یووالي او وحدت سمبول دی او هغه کسان چې په وسلوال پوځ کې شاملیږي باید د هېواد دفاع خپله ژمنتیا وګرځوي.
همدارنګه، د اطلاعاتو او ستراتیژیکو نشراتو رئیس عنایتالله خوارزمي ویلي، چې هر نظامي باید قوي اراده او لوړ فکر ولري، د دښمن پر وړاندې سخت او د مسلمانانو پر وړاندې نرم واوسي، له خپل مسؤلیت څخه غافل نه شي او عسکري نظم ته ژمن پاتې شي.

