یکشنبه, فبروري 15, 2026
Homeافغانستانحلیم فدایي لطیف ننګرهاري ته:ملایان درته ډم وایي؛ خو جمهوریتیان دې هنرمند...

حلیم فدایي لطیف ننګرهاري ته:ملایان درته ډم وایي؛ خو جمهوریتیان دې هنرمند بولي

د پکتیا پخواني والي، محمد حلیم فدایي د لطیف ننګرهاري وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې نوموړی هنرمند دې خپلې بدلې بولې.

ښاغلي فدایي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې نوموړی هنرمند د هنر له لارې هم عاید ترلاسه کوي او هم خپلې کیسې او پیغامونه خلکو ته رسوي.

فدایي ویلي، د ننګرهاري سندرې هغه کسان اوري چې د جمهوریت پلویان وو؛ خو د ده په وینا نوموړی به د ملایانو ترمنځ نه د «وله مولوي صیب» او نه هم د «شکنځلو» له لارې محبوبیت ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې چې د ملایانو له نظره نوموړی «ډم» بلل کېږي، خو جمهوریتیان ورته د هنرمند په سترګه ګوري.

فدایي ویلي چې یوه ملا امام په خپل لیکنه کې ادعا کړې وه: «جمهوریتیانو ته نن یو ډم هم شکنځل کړی دی.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here