د آلمان د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه څرګندونې چې د افغانستان په جګړه کې یې د ناټو د ځواکونو رول کماهمیته ښودلی، بېاحترامي ده.
هغه ویلي، که ټرمپ د وژل شوو سرتېرو له کورنیو بښنه وغواړي، دا به د درناوي نښه وي؛ خو زیاته کړې چې د نوموړي له لوري د بښنې تمه نهلري.
پیستوریوس ټینګار کړی چې درناوی باید دوهاړخیز وي.
د ټرمپ دغه څرګندونو د ناټو د غړو هېوادونو سخت غبرګونونه راپارولي او د بریتانیا په ګډون ګڼو مشرانو دا خبرې توهینآمیزې بللې دي.

