شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهد ایران د بهرنیو چارو وزارت:د امریکا لخوا د ایران پر اقتصادي...

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:د امریکا لخوا د ایران پر اقتصادي شریکانو د تعرفو لوړول د ایراني وګړو پر ضد بشري جنایت دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا وروستي بندیزونه، چې د ایران له اقتصادي شریکانو سره د سوداګریزو تعرفو د لوړولو له لارې عملي شوي، د ایران د خلکو پر وړاندې غچ‌اخیستونکی او غیرقانوني اقدام بللی دی.

د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ایران ملت له تېرو شاوخوا ۷۵ کلونو راهیسې د امریکا او د هغې د ځینو متحدینو له ظالمانه اقتصادي بندیزونو او فشارونو سره مخ دی، چې دا چاره د امریکا په سیاسي پرېکړه‌کوونکي نظام کې د ایران پر وړاندې د ژورې دښمنۍ څرګندونه کوي.

بقایي ټینګار کړی، چې د امریکا اقتصادي بندیزونه نه یوازې له نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د ازادې نړیوالې سوداګرۍ اصول هم تر پښو لاندې کوي.

د هغه په وینا، دا بندیزونه د ایراني وګړو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او د بشریت ضد جنایت ګڼل کېږي، چې عاملین یې باید حساب ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه له ملګرو ملتونو، د دغه سازمان له سرمنشي او اړوندو بنسټونو غوښتي چې د نړیوال قانون د حاکمیت د ساتنې لپاره خپل مسؤلیتونه په جدي توګه ترسره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here