زهران ممداني د نوي زېږدیز کال په لومړیو شېبو کې د امریکا د نیویارک ښار د ښاروال په توګه خپله رسمي لوړه وکړه.
د لوړې مراسم د نیویارک په تاریخي زاړه سټي هال سبوې سټېشن کې ترسره شول، چې پکې نوموړي د مسلمانانو پر سپېڅلي کتاب، قرآن الکریم، لوړه وکړه.
د نیویارک ایالت څارنوالې لېټېشیا جېمز له هغه لوړه واخیسته او ممداني ژمنه وکړه چې د امریکا اساسي قانون او د نیویارک ایالت قوانین به عملي کوي.
مهمه دا چې ممداني د امریکا په تاریخ کې له هغو محدودو لوړپوړو منتخب چارواکو څخه دی چې د قرآن الکریم پر کتاب یې د ښاروالۍ لوړه کړې ده، چې دا چاره د امریکا د مذهبي تنوع، مدني ازادۍ او سیاسي ګډون یو مهم سمبول بلل کېږي.
څلور دېرش کلن ممداني د نیویارک ښار لومړنی مسلمان ښاروال دی او ویلي یې دي چې د ژوند د لګښتونو کمول، د کورونو د کرایو کنټرول او وړیا عامه ترانسپورټ به یې د حکومت اساسي لومړیتوبونه وي.

